ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، حجةالاسلام محمد سروش محلاتي د سحر په دعا کې ددې خبرې په کولوسره چې «اَللَّـهُمَّ اِنّی اَسَئَلُکَ مِنْ نُورِکَ بِاَنْوَرِهِ وَکُلُّ نُورِکَ نَیِّرٌ؛ ائ ربه!له تا غواړم چې د خپل ترټولو نوراني حق په وسیله، چې د تا ټوله مرتبې او وسیلې نوراني دي.
په دې حوالې سره په روایتونو کې راغلي دي چې د سحر په دعا کې دغه حقیقت ته اشاره شوې ده چې د نور وړانګې ډيرې پراخې دي او په ټولو شیانو کې دغه نور لیدلی شي.
عدالت نور او ظلم هم تورتم دی
قرآني آیتونه او روایتونه مونږ د دیوه بل انساني نوراني عالم په لور بیائي .ظلم او توتم دیوه بل ترڅنګ دي هرچرته چې ظلم وي ونو هلته ظلمت او تورتم هم وي.
هغه ادبیات چې مونږ دنور وآخوا ته بولي هغه د ظلم په خلاف دي اود ظلم په ځاي نور د راوستو ضرورت دی. پاک پروردګار په زمر سورې کې فرمائي؛ «وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ.»
نور څخه مقصد احساسیدونکی نور نه دی، نور څرنګه پر ژوند ځلا مومي ؟فیض کاشاني وائي ، چې د نور ځلا هاله ممکنه ده چې پر مځکې دعدل اجرا وي او په عدل کې خداي تعالی عدل ته نور وئيلي دي او کله په ښارونو کې عدل عام وي ، او د یوه بل دحقوقو احترام کیږي، نو ټولنه نوراني وي لکه څنګه چې ظلم تورتم دی.